پیام رئیس پوهنتون فاریاب
7 hours 16 minutes ago
بسم الله الرحمن الرحیم
ګرانو هېوادوالو، قدرمنو استادانو، درنو محصلانو او علمي او فرهنګي شخصیتونو!
د یوه ملت هر اړخیز پرمختګ، علمي وده او سوکالي د هغه ملت د پیاوړي او معیاري لوړو زده کړو له نظام سره نېغ په نېغه تړاو لري. پوهنتونونه د علم، پوهې، څېړنې او مسلکي کادرونو د روزنې بنسټونه دي او د هېواد د راتلونکي په جوړولو کې اساسي رول لري.
تېرو څلورو لسیزو جګړو د ګران هېواد افغانستان د نورو برخو ترڅنګ، زموږ تحصیلي، علمي او څېړنیز بنسټونه هم له ګڼو ستونزو او زیانونو سره مخ کړي وو؛ خو الحمدلله، د اسلامي نظام تر سیوري لاندې یو ځل بیا د هېواد د علمي او تحصیلي بنسټونو د پیاوړتیا، پرمختګ او رغونې زمینه برابره شوې ده.
موږ په فاریاب پوهنتون کې ژمن یو چې د اسلامي او داخلی ارزښتونو په رڼا کې، د لوړو زده کړو د کیفیت لوړولو، علمي او څېړنیزو فعالیتونو د پراختیا، د مسلکي او ژمنو کادرونو د روزنې او د ټولنې د اړتیاوو مطابق د علمي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره خپلې هڅې لاپسې پراخې کړو.
زموږ اساسي موخه دا ده چې فاریاب پوهنتون د کیفیت، علمي وړتیا، څېړنې، نوښت او مسلکي روزنې په برخه کې د هېواد د باور وړ تحصیلي بنسټ په توګه لا پیاوړی شي او داسې علمي کادرونه وروزي چې د هېواد د آبادۍ، پرمختګ او ځانبساینې په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.
د یوه آباد، پرمختللي او په ځان بسیا افغانستان لپاره اړینه ده چې په علم، پوهه، څېړنه او تحصیلي بنسټونو کې لا ډېره پانګونه وکړو. دا مسؤولیت یوازې د یوه بنسټ نه، بلکې د ټولو علمي، فرهنګي او ټولنیزو قشرونو ګډ مسؤولیت دی.
په همدې موخه، د فاریاب پوهنتون اداره ټولو استادانو، محصلانو، کارکوونکو، علمي شخصیتونو او درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د علمي او تحصیلي خدمتونو د کیفیت د لوړولو او د یوه معیاري، باکیفیته او ټولنې ته ځوابویونکي پوهنتون د جوړولو لپاره به خپلې هڅې، پوره ژمنتیا او اخلاص ته دوام ورکړي.
په درنښت
الحاج مولوي عبدالرازق شاکر
د فاریاب پوهنتون عمومي رئیس
![]()
عکس ها و ویدیو ها عکس ها و ویدیو ها
آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها
تازه ترین اخباراخبار
تدویر جلسه فوقالعاده هیأت رهبری پوهنتون فاریاب
روز سهشنبه، مورخ ۱۴۴۷/۷/۲۳ هـ.ق، مطابق با ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ هـ.ش، جلسه فوقالعاده هیأت رهبری پوهنتون فاریاب رأس ساعت ۱۰:۰۰ قبل از ظهر، تحت ریاست محترم الحاج مولوی حمیدالله ارشاد رئیس عمومی. . .
تدویر جلسهی اصلاحی در مورد مسئولیت استاد در قبال جامعه و جلوگیری از تعصبات زیانبار زبانی در پوهنتون فاریاب
روز چهارشنبه، مورخ ۱۴۴۷/۷/۲۴ هـ.ق، مطابق با ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ هـ.ش، جلسهی اصلاحی با محوریت «مسئولیت استاد در قبال جامعه و جلوگیری از تعصبات زیان بار زبانی» با حضور اساتید پوهنځی ادبیات و. . .
تشریفآوری هیأت اعزامی ریاست محترم تضمین کیفیت وزارت تحصیلات عالی بهمنظور بازنگری مسلکی پوهنتون فاریاب
امروز شنبه، مورخ ۲۷/۷/۱۴۴۷ هـ.ق مطابق با ۲۷/۱۰/۱۴۰۴ هـ.ش، هیأت ششنفره اعزامی مقام محترم وزارت تحصیلات عالی بهمنظور بازنگری مسلکی وارد پوهنتون فاریاب گردید.
به همین مناسبت، جلسهای با. . .
