زندگی نامه پوهنمل عزیزالرحمن حقیارمعاون امور علمی پوهنتون فاریاب

  د فاریاب پوهنتون علمی چارو مرستیال پوهنمل عزیزالرحمن حقیار لنډه پېژندنه (بیوګرافي)

پوهنمل عزیزالرحمن حقیار د محمد اسمعیل زوی، چې په  ۱۳۶۹  هـ کال د وردګو ولایت دایمیردادو ولسوالۍ په دولشته کلي کې وزږېد. لومړنۍ زده کړې یې په خپل کلي او د لیسې دوره یې د غازي عبدالکبیرخان په ښوونځي کې په  ۱۳۸۷ هـ کال پای­ته ورسوله، چې بیا د کانکور آزموینې له لارې د ۲۳۶ نمرو په ترلاسه کولو سره د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګې ته بریالی شو.

تر څلور کلنو زده­کړو وروسته په ۱۳۹۱ هـ کال په لوړه درجه له یاد پوهنتون څخه فارغ شو، چې بیا یې د ۱۳۹۲ لمریز کال په پسرلي کې د یوې رقابتي آزموینې په پایله کې د فاریاب پوهنتون ادبیاتو پوهنځي ته د علمي کادر (استاد) په حیث ومنل شو. تر یو کال آزمایښتي دورې (نامزد پوهیالی) وروسته د ۱۳۹۳ لمریز کال په پسرلي کې یې پوهیالي علمي رتبې ته ترفیع وکړه او تر دری کلن خدمت وروسته په یوه دولتي سکالرشیپ کې کابل پوهنتون ته د ماستري دورې زده کړو لپاره راغی او تر دوو کلنو زده کړو وروسته یې په ۱۳۹۷ ل کال د تېزس بریالۍ دفاع وکړه او د ماسترۍ په کچه زده کړې یې تر لاسه کړې او د همدې کال په میزان میاشت کې یې د پوهنیار علمي رتبې ته ترفیع وکړه. پوهنمل حقیار تر نهه کلن خدمت وروسته د ۱۴۰۰ ل کال په عقرب میاشت کې د پوهنمل علمي رتبې لوړ شو او ترفیع یې وکړه.

 رسمي او غیر رسمي دندې

الف) رسمي دندې  

۱ـ له ۱۳۹۲ ل کال څخه تر ننه د فاریاب پوهنتون استاد.

۲ـ د ۱۳۹۷څخه تر ۱۳۹۹ کال پورې د فاریاب پوهنتون، ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګې آمر.

۳ـ د ۱۳۹۹ هـ څخه تر ۱۴۰۰ هـ پورې د فاریاب پوهنتون ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي مرستیال.

۴ـ د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ میاشت کې د رسماً د فاریاب پوهنتون د علمي مرستیال په توګه وټاکل شو، چې دا دنده یې اوس دوام لري.

ب) غیر رسمي دندې

۱ـ  په ۱۳۹۱ ل کال د لیسانس دورې د زده کړو پر مهال په لوړو زده کړو وزارت کې د محصلینو د خدمتونو په برخه کې  رضا کار.

۲ـ د ۱۳۹۰ او ۱۳۹۱ کلونو تر منځ په کابل ښوونه او رزونه پوهنتون کې د پښتنو محصلینو عمومي استازۍ او په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د (وده) کلتوري مجلې بنسټګر.

۳ـ همدارنګه د (۳) کلونو په موده کې د آزموینو له ملي ادارې سره د ازموینو اخیستو پر مهال فعال همکار.

۴- د ۱۳۹۸ څخه تر ۱۴۰۰ کال پورې په میمنې ښار کې د ( میمنه ادبي بهیر) په رامنځته کولو کې بنسټيز رول ادا کول، چې د لس ګونو شاګردانو او ادبپالو په روزلو کې یاد ادبي بهیر مؤثر وو.

ج) چاپ او ناچاپ آثار

۱ـ څېړنه او استناد (څېړنیز اثر) چاپ
۲ـ نړیوال ادبي سبکونه
"د لیسانس دورې مونوګراف" (ناچاپ)

۳ـ د حماسې او ویاړنې ورته­والی او توپیرونه "د ماسترۍ دورې تېزس" (ناچاپ)

۴ـ د پینځه منظومې اثر تحلیلي څېړنه (ناچاپ)

۵ـ دوې مقالې په نړۍوالو ژورنالونو کې خپرې شوې دي.

۶ـ  تر لسو ډېرې علمي او څېړنیزې مقالې مې په ملي ژورنالونو کې خپرې شوې دي.

ټولنیز موقف

زه په یوه متوسطه کورنې کې زږېدلی یم. زما پلار د ابتدایه ښوونځي ښوونکی و.موږ له ښاره لرې په کلي کې ژوند کاو. د مشر ورور، پلار او مور هڅونه ښایي ستر لامل وي، چې ما تر کانکور وروسته پوهنتون ته لار ومونده، هغه وخت لس څانګې ټاکل کېدې؛ زما یې اته هغه ادبیات وو. د پوهنتون په دوره کې په څو برخو کې ډېر فعال وم. درس، فرهنګي کارونه او د ځوانانو مشري. دا دری واړه برخې داسې وې لکه له چا مې چې په ارث وړې وي؛ خو کیسه داسې نه وه. زه حتی د ښوونځي په دوره کې د ټولګي، مشر، شاعر، ترانه خوان او که ووایم یو فرهنګي کس وم،انشاء الله مبالغه به نه وي.

محصلینو او ځوانانو  ته زما پیغام

ځوانانو ته مې پیغام دادی، چې د مور پلار، استادانو او مشرانو درناوی وکړئ. له ځانه ناوړه ګټه(سؤ استفاده) مه کوئ، واده په خپله خوښه وکړئ، د علم د اهمیت یا نه اهمیت په اړه له بې علمو سره جرو بحث مه کوئ، د اسلامي نظام د بقا او هېواد رغونې لپاره ښه په اخلاص خدمت وکړئ. ځان په لوستلو عادت کړئ، په خپله خوښه څانګه کې زده­کړې وکړئ. له نورو مو هیلئ کمې کړئ، په چا اتکا مه کوئ، تل هڅه وکړئ او په خدای ج مو توکل پیاوړی کړئ.