د فاریاب پوهنتون د محصلانو چارو د معاون امید مقیم زي لنډ ژوندلیک

                                

    
       پوهنیار امید مقیم زی د عبدالمقیم راسخ زوی په ۱۳۶۵ ل کال د فاریاب ولایت میمنې ښار په افغان کوټ کلي کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. په ۱۳۷۱ ل کال د افغان کوټ په جمیعت لومړني ښوونځي کې شامل شو، چې په ۱۳۷۹ ل کال د آخی ایوران( افغان ترک)ښوونځي په جوړېدو سره د یاد ښوونځي په اووم ټولګي کې شامل شو او تر نهم ټولګي یې په همدې ښوونځي کې زده کړو ته دوام ورکړه او بیا په ۱۳۸۱ کې د ابوعبیدجوزجاني په لیسه کې شامل، چې په ۱۳۸۳ کال په  لوړه درجه د عمومي اول نمره په ډول له ښوونځي څخه فارغ شو. 
       پوهنیار مقیم زی په ۱۳۸۴ ل کال د کانکور آزموینې له لارې د فاریاب پوهنتون کرهڼې پوهنځي اګرانومۍ څانګې ته بریالی شو او په ۱۳۸۸ کال یې یاد پوهنځي په بریالیتوب او لوړه درجه پای ته ورساوه. نوموړي په ۱۳۹۰ ل کال د فاریاب پوهنتون کرهڼې پوهنځي اګرانومۍ څانګې په کادری بست کې تر آزموینې وروسته د استاد په توګه شامل شو. 
       پوهنیار مقیم زي په ۲۰۱۶ ع کال د اګروایکالوژي په څانګه کې  د ماسترۍ دورې زده کړو لپاره د تاجکستان هېواد دوشنبې ښار ته ولاړ او په ۲۰۱۸ ع کال یې ياد پروګرام په بریالیتوب سره پای ته ورساوه، چې تر فراغت وروسته بېرته خپلې سپېڅلې دندې یعنی فاریاب پوهنتون ته راستون شو چې په اګرانومۍ او اقتصاد دیپارتمنتونو کې یې د زراعتی محصولاتو د پروسس، کرهڼیز اقتصاد، د کرهڼیز ترویج بنسټونه مضامینو په تدریس پیل وکړ.  
همدارنګه د هغې مینې او علاقې له مخې چې پوهنیار مقیم زي د فارمسۍ په برخه کې لرله نوموړي په یوه خصوصي انستیتیوت کې زده کړې وکړې او د فارمسۍ په برخه کې یې خپل دوه کلن سند ترلاسه کړ.
     پوهنیار امید مقیم زی د لوړو زده کړو وزارت د ۲۷۶ نمبر وړانديز او د افغانستان اسلامي جمهوریت د ولسمشرۍ ماڼۍ د( ۱۸۷۵)نمبر حکم له مخې د ۱۷/ ۷ /۱۳۹۸ نېټې راهیسې په دویم بست کې د فاریاب پوهنتون محصلانو چارو معاون په توګه د هېواد او خلکو خدمت ته دوام ورکوي. 
پوهنیار مقیم زی په ډېرو سیمنارونو او ورکشافونو کې فعاله ونډه لرلې ده. همدارنګه یې د انګلیسی، ترکی، روسی او تاجکي ژبو کورسونه او د ادارې او منجمنټ په برخه کې زده کړې ترسره کړې دي. مقیم زی واده لري، چې ثمره دوه زامن دي.