پیام رئیس پوهنتون فاریاب

15 hours 20 minutes ago

بسم الله الرحمن الرحیم

ګرانو هېوادوالو، قدرمنو استادانو، درنو محصلانو او علمي او فرهنګي شخصیتونو!

د یوه ملت هر اړخیز پرمختګ، علمي وده او  سوکالي د هغه ملت د پیاوړي او معیاري لوړو زده کړو له نظام سره نېغ په نېغه تړاو لري. پوهنتونونه د علم، پوهې، څېړنې او مسلکي کادرونو د روزنې بنسټونه دي او د هېواد د راتلونکي په جوړولو کې اساسي رول لري.

تېرو څلورو لسیزو جګړو د ګران هېواد افغانستان د نورو برخو ترڅنګ، زموږ تحصیلي، علمي او څېړنیز بنسټونه هم له ګڼو ستونزو او زیانونو سره مخ کړي وو؛ خو الحمدلله، د اسلامي نظام تر سیوري لاندې یو ځل بیا د هېواد د علمي او تحصیلي بنسټونو د پیاوړتیا، پرمختګ او رغونې زمینه برابره شوې ده.

موږ په فاریاب پوهنتون کې ژمن یو چې د اسلامي او داخلی ارزښتونو په رڼا کې، د لوړو زده کړو د کیفیت لوړولو، علمي او څېړنیزو فعالیتونو د پراختیا، د مسلکي او ژمنو کادرونو د روزنې او د ټولنې د اړتیاوو مطابق د علمي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره خپلې هڅې لاپسې پراخې کړو.

زموږ اساسي موخه دا ده چې فاریاب پوهنتون د کیفیت، علمي وړتیا، څېړنې، نوښت او مسلکي روزنې په برخه کې د هېواد د باور وړ تحصیلي بنسټ په توګه لا پیاوړی شي او داسې علمي کادرونه وروزي چې د هېواد د آبادۍ، پرمختګ او ځان‌بساینې په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.

د یوه آباد، پرمختللي او په ځان بسیا افغانستان لپاره اړینه ده چې په علم، پوهه، څېړنه او تحصیلي بنسټونو کې لا ډېره پانګونه وکړو. دا مسؤولیت یوازې د یوه بنسټ نه، بلکې د ټولو علمي، فرهنګي او ټولنیزو قشرونو ګډ مسؤولیت دی.

په همدې موخه، د فاریاب پوهنتون اداره ټولو استادانو، محصلانو، کارکوونکو، علمي شخصیتونو او درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د علمي او تحصیلي خدمتونو د کیفیت د لوړولو او د یوه معیاري، باکیفیته او ټولنې ته ځواب‌ویونکي پوهنتون د جوړولو لپاره به خپلې هڅې، پوره ژمنتیا او اخلاص ته دوام ورکړي.

په درنښت

الحاج مولوي عبدالرازق شاکر

د فاریاب پوهنتون عمومي رئیس

الحاج مولوي عبدالرازق شاکر
الحاج مولوي عبدالرازق شاکر

عکس ها و ویدیو ها عکس ها و ویدیو ها

ارزیابی کارکردها و فعالیت های سالانه رؤسای پوهنحی های پوهنتون فاریاب

تدویر ورکشاپ یک روزه آگاهی دهی

معرفی آمر جدید تقرر و ترفیعات علمی استادان پوهنتون فاریاب

پایان امتحان فضلا و طلبای مدارس خصوصی ولایت فاریاب برای دوره های عالمیه، عالیه و خامسه

معرفی آمر جدید منابع بشری پوهنتون فاریاب؛

برگزاری پنجمین روز امتحان مشترک دوره های خامسه، عالیه و عالمیه طلاب و فضلای مدارس خصوصی شهر میمنه و ولسوالی های ولایت فاریاب در سال ۱۴۴۵

جریان چهارمین روز امتحان مشترک دوره های خامسه، عالیه و عالمیه طلاب و فضلای مدارس خصوصی شهر میمنه و ولسوالی های ولایت فاریاب

برگزاری امتحان روز سوم طلاب و علمای کرام مدارس خصوصی ولایت فاریاب

جریان امتحان مشترک سال ۱۴۴۵ طلاب و علمای کرام مدارس خصوصی ولایت فاریاب

امتحان مشترک سال ۱۴۴۵ دوره های عالمیه، عالیه و خامسه علمای کرام مدارس خصوصی در ولایت فاریاب

معرفی معاون امور علمی پوهنتون فاریاب

تدویر ورکشاپ برای اعضای کادر علمی پوهنتون فاریاب

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۹:۵۶
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۵ - ۱۰:۳۱
Background image

طلاعیه!

طلاعیه!

به سمع و نظر آنعده از علما و فضلای گرامی که قبلاً از پوهنتون فاریاب، فورم های ارزیابی دوره عالمیه خویش را اخذ نموده بودند و اکنون اسامی شان درج جدول اشتراک کننده گان ارزیابی . . .

تازه ترین اخباراخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۲:۳۹
Background image

تدویر جلسه فوق‌العاده هیأت رهبری پوهنتون فاریاب

 

روز سه‌شنبه، مورخ ۱۴۴۷/۷/۲۳ هـ.ق، مطابق با ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ هـ.ش، جلسه فوق‌العاده هیأت رهبری پوهنتون فاریاب رأس ساعت ۱۰:۰۰ قبل از ظهر، تحت ریاست محترم الحاج مولوی حمیدالله ارشاد رئیس عمومی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۲:۳۷
Background image

تدویر جلسه‌ی اصلاحی در مورد مسئولیت استاد در قبال جامعه و جلوگیری از تعصبات زیان‌بار زبانی در پوهنتون فاریاب

 

روز چهارشنبه، مورخ ۱۴۴۷/۷/۲۴ هـ.ق، مطابق با ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ هـ.ش، جلسه‌ی اصلاحی با محوریت «مسئولیت استاد در قبال جامعه و جلوگیری از تعصبات زیان‌ بار زبانی» با حضور اساتید پوهنځی ادبیات و. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۲:۳۲
Background image

تشریف‌آوری هیأت اعزامی ریاست محترم تضمین کیفیت وزارت تحصیلات عالی به‌منظور بازنگری مسلکی پوهنتون فاریاب

امروز شنبه، مورخ ۲۷/۷/۱۴۴۷ هـ.ق مطابق با ۲۷/۱۰/۱۴۰۴ هـ.ش، هیأت شش‌نفره اعزامی مقام محترم وزارت تحصیلات عالی به‌منظور بازنگری مسلکی وارد پوهنتون فاریاب گردید.

به همین مناسبت، جلسه‌ای با. . .