د فاریاب پوهنتون رئیس پیام

د لوی او سپېڅلي خدای ج په نامه

د تاریخ په اوږدو کې د علم او د پوهې لاسته راوړل،د افغانستان په له ستونز ډک تاریخ کې د دې هېواد د علم دوسته خلکو یو له مهمو هیلو څخه ګڼل کېده.دې هېواد پوهې او علم ته د درنښت او درناوي، ښه لید او د علم او پرمختګ معقولې ته د اهمیت ورکولو له مخې د دې سیمې د خلکو په کچه اوس او په اوږد مهال کې په خورا درنښت کتلي او د انساني تمدن او کلتور په پیاوړتیا کې یې مهم او ارښتناک رول لوبولی دی.په ځانګړي ډول د اسلام د مبارک دین له ظهور اومنځته راتلو وروسته یې،چې د ارزښتونو د حاکمیت او د پوهې او علم لپاره مناسب او ښه فرصت دوره بلل کېږي،د دې سمې د لوړو استعدادونو د ودې لپاره یو مهم پړاو بلل کېږي.دا داسې وخت ؤ،چې د افغانستان خلکو د نورو اسلامي مرکزونو په څېر د اسلام د مبارک دين د تبلیغ او ودې په یو له مهمو ځایونو بدل شو.

نن ورځ د انساني ټولنو د لوړتیا او شخصیت ټاکنې معیارد دوی د علمي ارزښتونو،کلتوري او تمدنې تاریخ له مخې ټاکل کېږي،چې بې له شکه د ښوونې او روزنې برخه د ټولنیز،انساني او اقتصادي  پراختیا لپاره مهم او ارښتناک سکتور بلل کېږي چې په همدې بنسټ سمې کړنلارې،پیاوړي مدیریت، مشرۍ،بودجې او اساسي ملاتړ ته اړتیا لري.

ښاغلو دوستانو!

له کلک ایمان او تعهد سره مل د علم او پوهې تولید،د هېواد د پوهنتونونو د استادانو په ځانګړي ډول د فاریاب پوهنتون د استادانو،اداري او خدماتي پرسونل له اساسي او مهمو دندو او رسالتونو څخه شمېرل کېږي.دې لوړو موخو او آرمان ته د رسېدو لپاره د پرمختللي پوهنتون جوړول،په لوړکیفیت د چوپړتیاوو وړاندې کول،په داسې حال کې چې لوړه علمي او فرهنګي روحیه ورسره مله وي،په چارو کې د ښو او بنسټیزو هڅو لپاره ستاسو دوستانو هلې ځلې او کوښښونه ډېر مهم او اساسي رول لوبولی شي.

د پوهنتون د شتون اساسي او بنسټيزو موخو ته په کتو،چې د ټولنې د پرمختګ بنسټيزه منبع  او همدارنګه د اقتصادي، سیاسي او کلتوري آزادۍ  د ترلاسه کولو او ساتلو یوازنی ځای دی؛نو د دې علمي او اکاډمیک مرکزد علمي کادر د غړو لپاره ډېر ارزښتمن او اساسي مسؤولیتونه په مخ کې ږدي، چې په دې برخه کې فاریاب پوهنتون د په لاس کې شته امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې خپلو ټولو ورسپارل شویو دندو ته مصمم دی؛خو دا چاره او موخه یوازې  هغه وخت ښه پرمخ تلای او رېښتیا کېدای شي،چې د پوهنتون ټول غړي که هغه استادان،اداري او خدماتي پرسونل او محصلین دي،یو بل ته لاسونه ورکړي او بریا ته ورسېږو.

له همدې امله هیله لرم،چې مونږ هریو وکولای شو د علم او پوهې د سترې کورنۍ د غړو په توګه د تخصص،تعهد،علم او هنر په پیاوړتیا اود کلتوري رغښت په برخه خپله راکړل شوې دنده او رسالت په اساسي او ښه ډول ترسره کړو.دا کار کلک ایمان،پرځان باور،هراړخیزې هڅې او په خپلو علمي او اکاډمیکو دندو کې پیاوړي تعهد ته اړتیا لري،چې ورسره مسؤولیت منل او په چارو کې د نورو له تجربو ګټه اخیستنه له موږ سره مرسته کوي،ترڅو په تحصیلي پالیسیو،ملي،سیمیز او نړیوال سیاست کې د هېواد د پرمختګ او لوړو پوړیو ته د رسولو په برخه کې علمي او څېړنیز ګامونه پورته کړو.

څرنګه چې زده کړې او څېړنیز کارونه د پوهنتون له ډېرو مهمو دندو څخه شمېرل کېږي،انشاء الله هڅه به وکړو،چې له شته امکاناتو او موجودو ظرفیتونو څخه مؤثره او بنسټیزه استفاده وکړو،د پرځان باور،د وخت او زمان د مدیریت تر څنګه به داسې ارزښتناکه او مؤثره پلانګزاری او کړنلاره رامنځته کړو،چې د فاریاب پوهنتون له عالي مدیریت او ښې رهبرۍ سره همغږي ولري.

زه تاسو ټولو ګرانو محصلینو ته ،چې فاریاب پوهنتون مو د زده کړو لپاره ټاکلی،د درناوي او احترام د وړاندې کولو ترڅنګه له لوی خدای ج څخه ستاسو د پرمختګ او لوړو درجو ته دې رسېدو لپاره دعا کوم.او هیله مې داده چې د پوهې او پرختګ پر لاره ستاسو دا پیل کړی یون له اسلامي اخلاقو،تعهد او د علم په برخه کې له لاسته راوړنو ډک وي او د لوی خدای ج په فضل او مهربانۍ سره وکولای شئ د ځان جوړونې،زده کړو،بریالیتوبونو په برخه کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړئ او په راتلونکي کې هر یو د خپل هېواد لپاره د ویاړ او خدمت وړ وګرځئ.زما هڅه او هیله دا ده چې  د فاریاب پوهنتون د استادانو او نور اړوندو برخو په همکارۍ او همدارنګه د همفکره علم پروره خلکو او مرستندویه بنسټونو په همکارۍ وتوانېږم د دې علمي کانون د لاښه پرمختګ او غوره رهبرۍ په برخه کې خپل موثریت ثابت کړم.

درنښت

پوهنمل فیرزو اوزبیک کریمي

د فاریاب پوهنتون رئیس